پاړاچنار : د کرمې پریس کلب پاړاچنار غړو ،د سپتمبر په ۲مه، د ۷۳ بریګېډ له نوي کمانډر بریګېډیر ،هشام بن اصغر، سره لیدلي او په کرمه ضلعه کې یې د امن، بارودي ماینونو او یو شمېر نورو سیمه ییزو ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
د کرمې پریس کلب صدر ،علي افضل افضال، نوي کمانډر ته هرکلی ویلی او د سیمې پر مهمو مسئلو یې ورسره تفصیلي خبرې کړې دي. بریګېډیر هشام بن اصغر خبریالانو ته ویلي دي، چې کرمه یوه ښکلې سیمه ده، خو دایمي امن لپاره د ټولنې بېلابېلو برخو ته اړتیا ده چې خپل کردار ترسره کړي.
هغه د صحافت او ټولنیزو رسنیو مثبت کردار مهم بللی او ویلي یې دي، چې مسئول رسنۍ د ولس ستونزې راپورته کولی شي، کره معلومات وړاندې کولی او د امن او ثبات په ټینګښت کې مرسته کولی شي.
د نوموړي په وینا، په اوسنیو حالاتو کې ځینې عناصر د غلطو معلوماتو او منفي پروپاګند له لارې د ولس او ریاستي ادارو ترمنځ د واټن پیدا کولو هڅه کوي، خو خبریالان د حقایقو پر بنیاد راپور ورکولو سره د اعتماد او یووالي په پیاوړتیا کې کردار لوبولی شي.
د خبریالانو پلاوي په کرمه ضلعه کې د بارودي ماینونو د پاکولو، د ټولنیزو رسنیو د استعمال او نورو حل غوښتونکو مسئلو په اړه هم خبرې کړې دي. بریګېډیر هشام بن اصغر ویلي دي، چې د وړاندې شوو ستونزو د حل لپاره به له اړوندو ادارو سره رابطه کېږي او د ممکنه اقداماتو هڅه به وشي.
په ملاقات کې مېجر جواد، مېجر امداد او کپتان احمد هم موجود وو.


مصطفی خان