پېښور : د خیبر پښتونخوا پولیسو د ځانګړي امنیتي یونټ لومړنۍ ۲۰ کسیزه ډله په چینايي ژبه روزلې او دغه اهلکار یې هغو پروژو ته لېږلي دي چې چینايي انجینران او نور بهرني کارکوونکي پکې کار کوي.
پولیس وايي، چې روزل شوي اهلکار په سوکي کناري د اوبو نه د بجلۍ جوړولو پروژه، پېښور هوايي ډګر، رشکۍ اقتصادي زون، تربېله، داسو، دیامر بهاشا او نورو مهمو پروژو کې ځای پر ځای شوي دي.
د پولیسو د چارواکو په وینا، په تېرو کلونو کې د ژبې ستونزې د چینايي کارکوونکو او امنیتي ادارو ترمنځ د اړیکو او امنیتي همغږۍ پر مهال ستونزې جوړولې، له همدې امله د ځانګړي امنیتي یونټ اهلکارو ته د چینايي ژبې د زده کړې پروګرام پېل شوی دی.
چارواکي وايي، چې د لومړۍ ډلې تر روزنې وروسته دویمه ډله هم د روزنې په وروستي پړاو کې ده او وروسته به نور اهلکار هم دغه ژبه زده کړي.
دغه پروګرام د سپتمبر پر دویمه اعلان شوی و او د سپتمبر پر درېیمه یې د لومړۍ روزل شوې ډلې د ځای پر ځای کېدو تازه تفصیل مخې ته راغلی دی.


شال نیوز