سیدو شریف : د خیبر پښتونخوا په سوات کې پولیس وايي، چې په سیدو شریف کې له مرکزي روغتون د ښځینه ناروغانو له څانګې څخه تښتول شوې نوې زېږېدلې ماشومه یې بېرته موندلې او یوه ښځه یې د دې ماشومې د تښتولو په تور نیولې ده.

 

د سوات پولیسو د ویاند ،د سپتمبر په ۲مه، ویلي دي، چې د سیدو شریف تاڼې پولیسو د سي سي ټي وي کمرې او تخنیکي وسایل کارولي او د (ش) په نوم یې هغه ښځه نیولې ده چې د ماشومې په تښتولو تورنه ده. پولیس وايي، نیول شوې ښځه د بر دیر اوسېدونکې ده او اوس په کوزه بانډۍ کې اوسېږي.

 

د پولیسو په وینا، لومړنۍ پلټنې ښيي چې دغې ښځې د ماشومې د واکسین یا ټیکې لګولو په پلمه هغه له روغتونه بهر ایستلې او بیا ترې تښتېدلې ده. پولیس وايي، ماشومه یې بېرته خپلې کورنۍ ته سپارلې او نیول شوې ښځه یې د نورو قانوني اقداماتو لپاره د ښځینه پولیسو تاڼې ته لېږدولې ده.