نوښار : د نوښار په اکبرپوره کې پولیسو د ناقانونه ګرځول شوې ډلې ،تحریک لبیک پاکستان، د ضلعې مشر مولانا ثناءالله په ګډون د ۳۴ کسانو پر ضد مقدمې درج کړې دي. پولیس وايي، چې دا مقدمې ،د اګست پر ۳۰مه، په اکبرپوره کې د تحریک لبیک پاکستان تر نوم لاندې د سیرت کانفرنس د جوړولو او د ډلې د فعالیتونو په تړاو درج شوې دي.

 

د ایف‌ ایي ار له مخې، کانفرنس د اګست پر ۳۰مه د ماښام شاوخوا اووه بجې شوی و. د پېښې راپور پولیسو ته هماغه شپه شاوخوا لس بجې ورکړل شوی دی. پولیس وايي، په مقدمو کې د تحریک لبیک د ضلعې مشر مولانا ثناءالله او د ډلې یو شمېر نور مشران نومول شوي دي.

 

مقدمې د ترهګرۍ ضد قانون د ایف - ۱۱ مادې، د پاکستان پینل کوډ د ۱۴۷-۱۲۰ بي او ۱۴۹ مادو او د خیبر پښتونخوا د لاوډسپیکر قانون د ۳ او ۴ مادو له مخې درج شوې دي. ایف ایي ار د اکبرپورې تاڼې پولیسو درج کړی دی او پولیس وايي، چې تر اوسه په دې مقدمو کې کوم نومول شوی کس نه دی نیول شوی.

 

بلخوا د مردان ریجن پولیس مشر د پبو سرکل ډي اېس پي مقدم خان پولیس لاین ته حاضر کړی دی. د پولیسو سرچینې وايي، چې دا کارروایي په دې اعتراض شوې ده چې د تحریک لبیک پاکستان غونډه په وخت نه وه درول شوې.

 

تحریک لبیک پاکستان د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر کې د وفاقي حکومت له خوا د ترهګرۍ ضد قانون له مخې ناقانونه ډله ګرځول شوې وه. سیرت کانفرنس غونډه جوړول ناقانونه عمل نه دی، خو پولیس وايي په دې قضیه کې غونډه د یوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې تر نوم او تنظیم لاندې شوې وه، ځکه د ډلې د فعالیتونو په تړاو قانوني کارروایي شوې ده.