نوښار : د نوښار د چراټ کوټلي کلا په سیمه کې پولیس وايي، چې د ښځو په مرسته د ټکسي ډرېور په ګډون دوه کسان د لکونو روپیو د تاوان لپاره تښتول شوي وو، خو دواړه کسان راخوشي شوي او د تښتوونکو له ډلې څلور ښځې او یو سړی نیول شوي دي.

 

پولیس ،د سپتمبر په ۲مه، ویلي دي، چې په دې ډله کې څلور ښځې او څلور سړي شامل وو. د ډلې مشر سید رؤف عرف ملنګ او دوه نور ملګري یې لا هم نه دي نیول شوي. د پولیسو په وینا، تښتوونکو له ټکسي ډرېور نسیم‌ الله بهټو څخه د دولس لکه روپیو او له هغه سره سپاره حسن خټک څخه د پنځه لکه روپیو تاوان غوښتنه کړې وه.

 

نسیم‌ الله بهټو پولیسو ته ویلي دي، چې دی له حسن خټک سره د یو ضروري کار لپاره بختي کلي ته تللی و او د بېرته راتګ پر مهال یې د سړک غاړې ته څلور برقعې اغوستې ښځې ولیدې چې د ګاډي انتظار یې کاوه.

 

د هغه په وینا، د حسن خټک په غوښتنه یې ښځې په موټر کې سپرې کړې، خو لږ وروسته په دوو یو سل او پنځه ویشت موټرسایکلونو سپاره څلور نقاب‌ پوشه وسله وال ورسېدل او د کلاشنکوفونو په زور یې موټر ودراوه.

 

نسیم‌ الله وايي، چې وسله والو د دوي تلاشي واخیسته، دی او حسن خټک یې وتښتول او موټر، موبایل ټیلیفونونه، نغدې پیسې او نور سامان یې ترې واخیست. هغه ویلي دي، چې تښتوونکو د ده د خوشي کولو په بدل کې دولس لکه روپۍ غوښتلې او د بند ساتلو پر مهال یې د دوي ویډیوګانې هم جوړولې.

 

د پبو سرکل مرستیال پولیس افسر مقدم خان وايي، چې پولیسو د پېښې له اطلاع وروسته کارروایي وکړه او په غرنیو سیمو کې یې د سید رؤف عرف ملنګ د ډلې تر نیم درجن زیات لنډمهاله پټنځایونه له منځه یوړل. د هغه په وینا، دواړه تښتول شوي کسان په خوندي ډول راخوشي کړل شول او ایمان، کریم، حسینه او نایاب په نومونو څلور ښځې ونیول شوې.

 

پولیس وايي، د دغو ښځو په نښه کولو یې عمیر، د عقل میر زوې او د شاه کوټ اوسېدونکی، هم نیولی دی. د جلوزو تاڼې مشر انسپکټر محمد حنیف خان ویلي دي، چې د تښتوونکو د ډلې د مشر سید رؤف عرف ملنګ او د هغه د نورو ملګرو د نیولو لپاره په خیبر قبایلي ضلعه، دره ادم خېل او چارسده کې لټون روان دی.

 

پولیسو د پېښې مقدمه د پاکستان د جزا قانون د درې سوه پنځه شپېته ـ الف، درې سوه دوه نوي او یو سل نهه مادو لاندې په جلوزو تاڼه کې درج کړې ده.