ډېره اسماعیل خان : د ډېره اسماعیل خان د درابن خورد په سیمه کې نن ،د سیپتمبر پر ۲مه، کروندګرو او ځايي خلکو د کر د اوبو د شپږو میاشتو نه بندېدو پر ضد احتجاج کړی دی او انډس های وې یې د ټرافیک پر مخ تړلې ده.
احتجاج کوونکي وايي، چې د اوبو د وېش ۱۲م نهر ته له تېرو شپږو میاشتو راهیسې اوبه نه دي خوشې شوې، چې له امله یې ولاړ فصلونه وچېږي او کروندګر له درنو مالي زیانونو سره مخ دي.
دوي وايي، چې د اوبو نشتوالي د سیمې کرنه سخته اغېزمنه کړې ده او که نهر ته زر اوبه خوشې نه شي، د روان فصل ډېره برخه به له منځه ولاړه شي.
ځايي خلک وايي، چې د اوبو کمښت یوازې کروندو ته محدود نه دی، بلکې د خلکو او څارويو لپاره یې د څښاک د اوبو ستونزه هم پیدا کړې ده. د هغوي په وینا، د اوبو د نشتوالي له امله ځینې څاروي هم مړه شوي دي.
احتجاج کوونکو له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې ده چې د اوبو د وېش ۱۲م نهر ته دې سمدستي اوبه خوشې کړي او د سیمې د کروندګرو ستونزه دې حل کړي.
دوي خبرداری ورکړی دی چې که د کر اوبه زر بحال نه شوې، نو له خپلو ماشومانو او څارويو سره به پر انډس های وې اوږدمهاله احتجاجي کېمپ ولګوي.


عدنان بېټنی