کابل : د کابل ښار د پنځم مکروریان د سولې استوګنیزې پروژې د بي څلورم بلاک د جوړولو چارې د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پېل شوې دي. د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ،د سپتمبر په ۲مه، د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د دې بلاک د بنسټ ډبره کېښوده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د پنځم مکروریان د لومړي پړاو شاوخوا ۷۰ سلنه چارې بشپړې شوې او شپږ بلاکونه یې جوړ شوي دي. بي څلورم د دې پړاو اووم بلاک دی.
ملا برادر ویلي دي، چې د پنځم مکروریان پروژه شاوخوا ۱۲ کاله نیمګړې پاتې وه، خو اوس یې چارې بیا چټکې شوې دي. نوموړي ویلي دي، چې حکومت د هغو پخوانیو نیمګړو پروژو د بشپړولو هڅې هم کوي چې له تېرو کلونو راهیسې ځنډېدلې دي.
هغه په کابل کې د نفوسو زیاتوالی، غیرمنظم ښاري پراختیا، د اوبو کمښت، د چاپېریال ککړتیا او د عامه خدمتونو کمښت د ښار له مهمو ستونزو بللي دي. د ملا برادر په وینا، د پنځم مکروریان او نوي کابل ښار په څېر پروژې کولی شي د استوګنې ستونزې راکمې او منظمې ښاري پراختیا ته زمینه برابره کړي.
نوموړي ویلي دي، چې د استوګنې ترڅنګ د اوبو، برېښنا او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هم کار روان دی، څو په کابل کې نورې استوګنیزې پروژې هم جوړې شي.
ملا برادر له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي دي چې د کور جوړونې، ښار جوړونې او نورو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي او ویلي یې دي چې حکومت به د پانګونې لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه د پروژې له مسئولینو هم غوښتي دي چې د ودانیزو چارو پر مهال منل شوي معیارونه په پام کې ونیسي او کارونه په ښه کیفیت بشپړ کړي.


شال نیوز