پنجشیر : د افغانستان په پنجشېر ولایت کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ پراخې سیالۍ پېل شوې چې ۱۵۰ لوبغاړي پکې برخه اخلي. د پنجشېر چارواکو ،د سپتمبر په ۲مه، ویلي دي، چې دا سیالۍ ۱۴ ورځې دوام کوي او د ولایت د مرکز بازارک په سپورټي میدان کې به ترسره شي.

 

د سپورټ مسئولینو ویلي دي، چې په وروستیو کلونو کې په پنجشېر کې کرکټ د ځوانانو ترمنځ په چټکۍ مشهور شوی او د لوبغاړو شمېر هم زیات شوی دی.

 

چارواکي وايي، هڅه کوي چې په ولایت کې سپورټي پروګرامونه نور هم زیات کړي، څو ځوانانو ته د لوبو زمینه برابره شي او له نشي موادو او نورو ناسالمو فعالیتونو لرې پاتې شي.