کابل : د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په کابل کې د زلزلو د معلوماتو مرکز د لومړي ځل لپاره پرانیستل شوی او کار یې پېل کړی دی.

 

وزارت ویلي دي، چې دغه مرکز د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټۍ ترمنځ د زلزلو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د څېړنې او معلوماتو د راټولولو د هوکړې له مخې جوړ شوی دی.

 

د مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او ځمکپوهنې مرستیال عبدالمتین سعید او د وزارت یو شمېر چارواکو ګډون کړی و.

 

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټۍ تخنیکي مسوول نجیب‌ الله کاکړ د زلزلو د ثبتولو وسایلو، د ځمکې د موقعیت معلومولو سیستم او د زلزلو د معلوماتو د ثبت او راټولولو د طریقې په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په دغه مرکز کې به د زلزلو اړوند معلومات ثبت او خوندي کېږي او وروسته به د علمي څېړنو، د ځمکې د جوړښت د مطالعې، د بندونو، نل‌ لیکو او تونلونو د جوړولو په پلانونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

 

وزارت زیاتوي، چې د زلزلو کره معلومات د طبیعي پېښو د خطرونو په کمولو او د احتمالي زیانونو په مخنیوي کې هم مرسته کولی شي.