کندهار : د طالبانو مشر ملا هبت‌ الله اخندزاده ویلي دي، چې په اوسني وخت کې علما د دین د خدمت، د ټولنې د اصلاح او د طالبانو د نظام د ساتنې مسوولیت لري. اخندزاده دا څرګندونې ،د سپتمبر په ۲مه، په کندهار کې د مدرسو له علماوو او مدیرانو سره په یو سیمینار کې کړې دي.

 

هغه ویلي:

 

«د انبیاوو او صحابه وو پر ځای نن ورځ علما کرام مقرر دي، علما کرام به د اسلام او دین لپاره مبارزه کوي.»

 

د طالبانو مشر له علماوو غوښتي دي چې خلک د دین پر اصولو پوه کړي، د هغوي د اخلاقو په اصلاح کې کار وکړي او په ټولنه کې د فساد او هغو کړنو د مخنیوي هڅه وکړي چې د دوي له نظره د شریعت خلاف دي.

 

اخندزاده علما د طالبانو د نظام د پیاوړتیا او کمزورۍ له مهمو لاملونو بللي او ویلي یې دي:

 

«په تاسو علماوو هم نظام جوړېږي او هم خرابېږي.»

 

هغه د مدرسو پر زده کوونکو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د نن ورځې زده کوونکي به په راتلونکي کې د نظام مسوولان او د چارو پر مخ وړونکي وي.

 

اخندزاده له علماوو غوښتي دي چې د زده کوونکو پر عقیده، ذهن، اخلاقو او علمي روزنه تمرکز وکړي، له درس او مطالعې سره د هغوي مینه زیاته کړي او د تدریس او روزنې معیار لوړ کړي.

 

هغه همداراز ویلي دي، چې د طالبانو فرمانونه دې زده کوونکو ته تشریح شي او په مدرسو کې دې فقهي بحثونو او علمي مجلسونو ته پراختیا ورکړل شي.

 

د طالبانو مشر علم د اسلام او د انسان د ژوند لپاره مهم بللی او ویلي یې دي، چې له علم پرته انسان نه شي کولی په نړۍ کې خپل ژوند او پرمختګ په سمه توګه پر مخ یوسي.