مکین : د بر سویلي وزیرستان د مکین تحصیل زده کوونکو د ګومل پوهنتون د مکین سب کیمپس د زر فعالولو او پکې د تعلیمي فعالیتونو د پېل غوښتنه کړې ده.
زده کوونکو د سپتمبر پر ۲مه، په مکین کې احتجاج کړی او په لاسونو کې یې بینرونه پورته کړي وو، چې پرې د کیمپس د فعالولو او د منظور شوو فنډونو د جاری کولو غوښتنې لیکل شوې وې.
احتجاج کوونکي زده کوونکي وايي، چې د مکین سب کیمپس لپاره د منظور شوو فنډونو د نه جاري کېدو له امله تر اوسه پکې تعلیمي فعالیتونه نه دي پېل شوي.
د هغوي په وینا، د سیمې زیاتره زده کوونکي د کم عاید لرونکو کورنیو دي او د لوړو زده کړو لپاره لرو پرتو ښارونو او سیمو ته د تګ وس نه لري، ځکه د مکین سب کیمپس فعالېدل ورته ډېر مهم دي.
زده کوونکو له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې ده چې د کیمپس لپاره منظور شوي فنډونه دې زر تر زره ورکړي او تعلیمي چارې دې پېل کړي، څو د سیمې د زده کوونکو زده کړې نورې اغېزمنې نه شي.
احتجاج کوونکو ویلي دي، چې که د کیمپس د فعالولو په لړ کې نور ځنډ وشي، د سیمې ګڼ زده کوونکي به د لوړو زده کړو له موقعو بې برخې پاتې شي.


شال نیوز