کابل : د طالبانو د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري دعوه کړې ده چې په افغانستان کې د قامونو ترمنځ پخواني اختلافونه د بهرنیو استخباراتي کړیو او د بهرنیو ځواکونو د موجودیت پر مهال رامنځته شوي وو.
نوري دا څرګندونې ،د سپتمبر په ۲مه، د افغانستان د شمال او شمال ختیځو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو او قامي مشرانو سره په لیدنه کې کړې دي. هغه ویلي دي، چې د افغانستان بېلابېل قامونه د یو ملت غړي دي او ،د ده په وینا، اوس مهال د افغانانو ترمنځ داسې اختلافونه نشته چې د هېواد یووالي ته ګواښ جوړ کړي.
نوري دغه راز ویلي دي چې د طالبانو حکومت د خپلو مخالفینو په اړه اندېښنه نه لري او دعوه یې کړې ده چې په افغانستان کې د وسله وال یا سیاسي مخالفت لپاره زمینه نه ده پاتې.
نوموړي هغه کسان چې د طالبانو د حکومت پر ضد د مخالفت د موجودیت خبرې کوي، د «پردیو پروژو» لپاره په کار کولو تورن کړل، خو د دې دعوې لپاره یې کوم مشخص شواهد وړاندې نه کړل. د طالبانو وزیر دیني عالمان او قامي مشران د خلکو ترمنځ د یووالي او همغږۍ په ټینګولو کې مهم وبلل.
په غونډه کې ګډون کوونکو قامي مشرانو د طالبانو له حکومت سره د ملاتړ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان او اوسني نظام د دفاع لپاره چمتو دي.
د طالبانو د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې دغو مشرانو د خپلو سیمو یو شمېر ستونزې او اړتیاوې هم له وزیر سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.


شال نیوز