پکتیا : د افغانستان د پکتيا ولايت د سرحدونو، قامونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو ،د سپتمبر په ۲مه، د دغه ولايت په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه لسيزو په دوام هغه رامنځته شوې بدي هواره کړه، چې دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې سربېره يې ګڼ اختلافات را ولاړ کړي وو.
د دغه بدي په پايله کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه وورکړی و، چې له کبله يې د ښکېلو کورنيو ترمنځ لويې بدبينۍ او جنجالونه رامنځته کړي وو، چې مسؤلينو په خپل منځګړيتوب سره د يوې شرعي فيصلي په ترڅ کې د پای ټکی ورته کېښود.
د يادې بدي د روغې جوړې په مراسمو کې د پکتيا والي ملا مهر الله حماد په شمول د اريوب ځاځي ولسوالۍ ولسوال، د بېلابېلو ادارو استازو، ديني عالمانو، قامي مشرانو، متنفذينو او د سيمې خلکو ګډون درلود.


شال نیوز