مانسهره : ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، چې د مانسهرې د موسیٰ د مصلې په سیمه کې ،د اګست له ۳۰مې، ماښام راهیسې د ورک ایرلنډي سیلاني مړی موندل شوی دی.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ خیبر پښتونخوا ویاند بلال احمد فیضي ویلي دي، چې مړی د «پراچه چاون والا ناله» له سیمې را ایستل شوی دی.

 

">

 

د هغه په وینا، د ریسکیو ۱۱۲۲ مانسهرې ډلې له څلور ورځنیو لټون او ژغورنې عملیاتو وروسته مړی وموند او اوس یې د جچه سیمې پر لور انتقالوي.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، د مړي له موندل کېدو سره د لټون او ژغورنې عملیات هم پای ته رسېدلي دي.