مانسهره : د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د سیرن درې د موسیٰ دا مصلی له ۱۳ زره ۵۰۰ فوټه لوړ غره څخه د راکوزېدو پر مهال د ورک شوي ایرلنډي غره ختونکي د موندلو عملیات د سخت ګرد، باران او د اکسیجن د کمښت له امله اغېزمن شوي دي.

 

د هزارې رېنج ډي‌ ایي جي ناصر محمود سټي ویلي دي، چې د ورک شوي غره ختونکي د لټون لپاره ۱۵ ډلې، د بوي پېژندونکي سپي او ډرونونه کارول کېږي، خو تر اوسه یې ځای نه دی معلوم شوی.

 

د پولیسو په وینا، په عملیاتو کې تر ۲۵۰ زیات پولیس اهلکار، د غره ختلو دوه روزل شوې ډلې، د سیمې هغه اوسېدونکي چې له غرنیو لارو سره بلد دي او د ځنګلاتو د محکمې اهلکار هم برخه اخلي.

 

چارواکي وايي، چې د خراب موسم او سخت ګرد له امله ،د سپتمبر په لومړۍ، په شپه د لټون عملیات درول شوي وو، خو ،د سپتمبر په ۲مه، په سهار بېرته پېل شول.

 

ورک شوی ایرلنډی غره ختونکی، چې د ،الکساندر، په نوم یاد شوی، د اګست پر ۳۰مه د موسیٰ دا مصلی له غره څخه د راکوزېدو پر مهال ورک شوی و. هغه د بریتانیا له وګړي الون ډېوېډ کوپر کلیډوین سره د اګست پر ۲۸مه سیرن درې ته تللی و.

 

پولیس وايي، چې دواړه غره ختونکي د اړوندو ادارو له اجازې پرته سیمې ته تللي وو. د غره له څوکې د راکوزېدو پر مهال دواړو بېلې لارې نیولې وې؛ بریتانوی غره ختونکی په خوندي ډول بېرته رسېدلی، خو ایرلنډی ملګری یې لا هم ورک دی.

 

د هزاره پولیسو په وینا، د لټون ډلې اوس پر هغو درېیو سختو او لږ کارېدونکو غرنیو لارو تمرکز کوي چې د موسیٰ دا مصلی څوکې ته رسېږي. ناصر محمود سټي ویلي دي، چې سخت ګرد، باران، خرابې غرنیزې لارې او د اکسیجن کموالی د لټون عملیات ستونزمن کړي، خو د ورک شوي ایرلنډي غره ختونکي د موندلو هڅې روانې دي.