زابل : د افغانستان د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د پل سنګې د جوړې شوې ترازو د سړک جوړولو چارې په رسمي ډول پېل شوې.
د زابل ولایت مقام ،د سپتمپر د ۲مې، معلوماتو له مخې، دغه سړک ۸۳۰ متره اوږد او څلور نیم متره سور لري، چې د جوړولو چارې به یې د شاوخوا ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د پروژې مالي لګښت د ټولګټو چارو وزارت ورکوي او ټاکل شوې د چارو له بشپړېدو وروسته سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د زابل والي ملا شیرمحمد شریف له قراردادي شرکت څخه غوښتي چې د سړک چارې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي


شال نیوز