ننګرهار : د افغانستان د ننګرهار ولایت د جلال‌ اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې بیدارو پولیسو د کشفي معلوماتو پر بنسټ ۹ تنه د غلا په تور نیولي دي.

 

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د ،د سپتمبر د ۲مې، د معلوماتو له مخې، یاد کسان د ښار په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د پیسو، موبایلونو او نورو قیمتي توکو په غلا تورن دي.

 

سرچینه وایي، چې له نیول شویو کسانو سره ۲ تولې او ۷۰۰ ګرامه سره زر هم ترلاسه شوي او دوه پریوس موټرې او یوه هندي ریکشه، چې د غلاوو پر مهال ترې د کار اخیستنې شک پرې کېږي، ضبط شوې دي.

 

چارواکي وایي، چې د قضیې په اړه پلټنې روانې دي او نیول شوي کسان به له قانوني اجرااتو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.