کابل : د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه وایي، چې د کابل د پلچرخي صنعتي پارک کې د پلاستيکي توکو د تولید په دوو فابریکو کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د یادې خونې په وینا، اورلګېدنه ،د سپتمبر په ۲مه، د برېښنايي مزو د شارټۍ له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د فابریکو ودانۍ، تولیدي وسایل، خام مواد او تولید شوي محصولات زیانمن شوي دي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې یو پلاوي د پېښې له ځایه لیدنه کړې ده او د اوښتو زیانونو او د تولیدي وسایلو وضعیت یې له نږدې ارزولی دی.
د پېښې له امله د احتمالي ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.


شال نیوز