اسلام اباد / پېښور : اسلام اباد مېشته د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا په ضم شوو قبایلي ضلعو کې د اګست پر مهال وسله وال بریدونه د جولایۍ په پرتله ۱۲۶ فیصده زیات شوي دي.
د مرکز د اګست میاشتني امنیتي راپور له مخې، په ضم شوو قبایلي ضلعو کې ۵۲ وسله وال بریدونه ثبت شوي دي، حال دا چې په جولایۍ کې دا شمېر ۲۳ و. په دغو بریدونو کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۵۹ نور ژوبل شوي دي. په جولایۍ کې په وسله والو بریدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۳۳ ژوبل شوي وو.
مرکز وايي، چې که څه هم په ضم شوو ضلعو کې د بریدونو شمېر له دوه برابره زیات شوی، خو په بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمېر له ۳۶ څخه ۳۴ ته راکم شوی دی. په سیمه کې د وسله والو بریدونو او د امنیتي ځواکونو د کارروایو په ګډون په اګست کې ټول ۶۷ کسان وژل شوي دي، چې د جولایۍ د ۷۹ کسانو په پرتله ۱۵ فیصده کموالی دی.
د راپور له مخې، د امنیتي ځواکونو په کارروایو کې په ضم شوو قبایلي ضلعو کې ۳۳ کسان وژل شوي دي چې ۳۲ یې وسله وال وو. د مرکز د شمېرو له مخې، په ټول پاکستان کې د اګست پر مهال ۱۹۹ وسله وال بریدونه ثبت شوي دي، حال دا چې په جولایۍ کې ۱۴۴ بریدونه شوي وو. په دې حساب په یوه میاشت کې د بریدونو شمېر ۳۸ فیصده زیات شوی دی.
په اګست کې په وسله والو بریدونو کې ۱۵۸ کسان وژل شوي او ۱۸۱ ژوبل شوي دي. په جولایۍ کې په بریدونو کې ۲۶۸ کسان وژل شوي او ۲۱۶ نور ژوبل شوي وو. په دې حساب په بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۴۱ فیصده او د ژوبلو شمېر ۱۶ فیصده کم شوی دی.
د مرکز د تفصیلي شمېرو له مخې، د وسله والو بریدونو او د امنیتي ځواکونو د کارروایو له امله په اګست کې ټول ۳۶۹ کسان وژل شوي دي، حال دا چې په جولایۍ کې دا شمېر ۶۰۶ و. دا ۳۹ فیصده کموالی ښيي.
د راپور له مخې، د امنیتي ځواکونو په کارروایو کې په اګست کې ۲۱۱ کسان وژل شوي دي چې ۲۰۳ یې وسله وال وو. په دغو کارروایو کې ۲۱ وسله وال ژوبل شوي او ۲۶ مشکوک وسله وال نیول شوي دي. په اګست کې د امنیتي ځواکونو ۵۴ اهلکار وژل شوي، حال دا چې په جولایۍ کې د وژل شوو امنیتي اهلکارانو شمېر ۱۱۲ و.
بلوچستان په اګست کې هم د وسله والو بریدونو له پلوه د پاکستان تر ټولو زیاته اغېزمنه صوبه وه. په صوبه کې ۸۹ وسله وال بریدونه ثبت شوي دي، حال دا چې په جولایۍ کې ۸۳ بریدونه شوي وو.
په بلوچستان کې د وسله والو بریدونو له امله د وژل شوو کسانو شمېر له ۱۶۲ څخه ۷۶ ته راکم شوی دی. د بریدونو او امنیتي کارروایو په ګډون په بلوچستان کې په اګست کې ۱۹۴ کسان وژل شوي، چې د جولایۍ د ۳۷۲ کسانو په پرتله ۴۸ فیصده کموالی دی.
د امنیتي ځواکونو په کارروایو کې په بلوچستان کې ۱۱۸ کسان وژل شوي چې ۱۱۵ یې وسله وال وو. شپږ کسان ژوبل شوي او دوه مشکوک وسله وال نیول شوي دي.
د ضم شوو قبایلي ضلعو پرته د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې په اګست کې ۵۴ وسله وال بریدونه شوي، حال دا چې په جولایۍ کې دا شمېر ۳۶ و. په دغو بریدونو کې ۴۴ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ژوبل شوي دي. په جولایۍ کې په بریدونو کې ۶۹ کسان وژل شوي او ۹۶ ژوبل شوي وو.
د بریدونو او امنیتي کارروایو په ګډون په دغو ضلعو کې په اګست کې ۱۰۴ کسان وژل شوي، چې د جولایۍ د ۱۵۴ کسانو په پرتله ۳۲ فیصده کموالی دی. د امنیتي ځواکونو په کارروایو کې ۶۰ کسان وژل شوي چې ۵۶ یې وسله وال وو، او ۱۷ مشکوک وسله وال نیول شوي دي.
مرکز وايي، چې په اګست کې ۴۷ مخامخ وسله وال بریدونه، ۴۶ هدفي وژنې او ۳۶ د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو موادو بریدونه ثبت شوي دي.
په مخامخ وسله والو بریدونو کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۴۴ ژوبل شوي دي. په هدفي وژنو کې ۵۰ کسان وژل شوي او ۲۳ ژوبل شوي دي، او د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو موادو په بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.
د مرکز د معلوماتو له مخې، په اګست کې درې ځانمرګي بریدونه شوي دي چې دوه یې د بارودو ډکو ګاډو له لارې ترسره شوي دي. په جولایۍ کې اته ځانمرګي بریدونه شوي وو چې پنځه یې د بارودو ډکو ګاډو بریدونه وو. مرکز وايي، چې د جولایۍ اته ځانمرګي بریدونه په تېره یوه لسیزه کې په یوه میاشت کي تر ټولو زیات شمېر و.
په اګست کې د خلکو د تښتولو پېښې هم کمې شوې دي. د تښتونو شمېر د جولایۍ له ۶۶ څخه په اګست کې ۴۲ ته راکښته شوی، چې ۳۶ فیصده کموالی دی. په پنجاب کې دوه وسله وال بریدونه ثبت شوي دي چې درې کسان پکې وژل شوي او پنځه ژوبل شوي دي. امنیتي ځواکونو د خپلو کارروایو پر مهال پنځه مشکوک وسله وال هم نیولي دي.
په سند کې هم دوه وسله وال بریدونه شوي دي چې یو کس پکې وژل شوی، او امنیتي ځواکونو دوه مشکوک وسله وال نیولي دي. مرکز وايي، چې پنجاب، سند، اسلام اباد، ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان د اګست پر مهال د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په پرتله له وسله والو بریدونو لږ اغېزمن پاتې شوي دي.


شال نیوز