پېښور : د فرنټیر ماین اونرز ایسوسی ایشن مشر عزیر خان تنولي ویلي دي، چې که د کانونو د مالکانو غوښتنې ونه منل شي، د سپتمبر پر ۱۵مه به د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو کان‌ کېندونکي د درنو مشینونو او معدني موادو له ګاډو سره پېښور ته مارچ وکړي.

 

تنولي ویلي دي، چې د کانونو پر کاروبار د بندیزونو او انتظامي خنډونو پر ضد به «سیو منرلز موومنټ» پېل کېږي او احتجاج به سوله‌ ییز، جمهوري او غیرسیاسي وي. اتحادیه غوښتنه کوي چې د کانونو لپاره د چاودېدونکو موادو پر اخیستو، خرڅلاو، استعمال او انتقال لګېدلي بندیزونه دې د واضحو حفاظتي اصولو لاندې ختم کړل شي.

 

د کانونو مالکانو دعوه کړې ده چې موجود انتظامي بندیزونو زرګونه کسان بې‌ روزګاره کړي او د کانونو کاروبار ته یې د اربونو روپیو زیان اړولی دی. دوي دا تور هم لګولی دی چې په ځینو ضلعو کې هغه کانونه هم درول شوي دي چې د کان‌ کېندنې لپاره چاودېدونکي مواد نه استعمالوي.

 

د اتحادیې په وینا، د کاروبار د درېدلو له امله د معدني موادو ځینې ایکسپورټي ارډرونه هم لغوه شوي دي. دا د کانونو لپاره د چاودېدونکو موادو پر بندیز د کان‌ مالکانو د مخکیني احتجاج نوی پرمختګ دی.

 

د صوبايي حکومت له خوا د کانونو د مالکانو د تازه اعلان او د سپتمبر د ۱۵مې د مارچ د ګواښ په اړه تر اوسه تفصیلي ځواب نه دی خپور شوی.