واڼا : د کوز سویلي وزیرستان ضلعي انتظامیې د موټر ځانمرګي بریدونو د خطر له امله په واڼا او اعظم ورسک کې د ځینو باروړونکو ګاډو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

 

د ډپټي کمشنر مسرت زمان له دفتره د سپتمبر پر لومړۍ خپور شوي حکم کې ویل شوي دي چې فرنټیر کور خیبر پښتونخوا سوېل په دغو سیمو کې د موټر ځانمرګي بریدونو د جدي خطر په اړه معلومات ورکړي دي.

 

د حکم له مخې، لوډر رکشې، سنګل او ډبل کېبن کارګو ګاډي، شهزور، سوزوکي لوډر، مزدا او ډمپر ګاډي د سپتمبر د لومړۍ نېټې د شپې له نهو بجو د سپتمبر تر اوومې د شپې نهو بجو پورې په واڼا او اعظم ورسک کې تګ راتګ نه شي کولی.

 

ضلعي انتظامیې ویلي دي، چې دا بندیز د دفعه ۱۴۴ لاندې لګول شوی او سرغړوونکو پر ضد به قانوني کارروایي کېږي. حکم تر سپټمبر اوومې نافذ دی، خو انتظامیه یې له ټاکلې مودې وړاندې بدلولی یا ختمولی شي.