واشنګټن : د امریکا یو وفاقي عدالت ،د سپتمبر په لومړۍ، حکم کړی دی چې افغان بندي ،رحمان الله لکڼوال، ته، چې له خوراکه یې لاس اخیستی، د اړتیا په صورت کې په جبري ډول خوراک ورکړل شي.
د ضلعي عدالت قاضي ،امیت مهتا، دا حکم د انصاف وزارت له غوښتنې وروسته کړی دی. عدالتي اسناد ښيي چې لکڼوال له څه مودې راهیسې له خوراکه ډډه کوي او د روغتیا د خرابېدو له امله روغتون ته هم وړل شوی و.
قاضي اجازه ورکړې ده چې د زندان طبي عمله د اړتیا په صورت کې هغه ته د طبي نل یا رګ له لارې خوراک او درملنه ورکړي. دا حکم د اکتوبر تر ۲۸مې پورې اعتبار لري.
د لکڼوال مدافع وکیلانو د جبري خوراک مخالفت کړی و او ویلي یې دي چې هغه ځینې وخت لږ خواړه خوړلي دي. رحمان الله لکڼوال د ۲۰۲۵م کال د نومبر په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوو غړو د ډزو په قضیه تورن دی.
په دغه پېښه کې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم ووژل شوه او ۲۴ کلن اندریو وولف سخت ژوبل شو. پر لکڼوال د قتل او یوشمېر نورو جرمونو تورونه لګېدلي دي، خو هغه ټول تورونه رد کړي دي.
د هغه مقدمه لا روانه ده.


شال نیوز