شیوا : د شمالي وزیرستان د شیوا تحصیل د مېسمون خېل قام مشران وايي، چې ماړي انرژیز او د هغې له خوا د پروژو د عملي کوونکې سرحد کليوالي مرستو ادارې د رویې، د سولر پروژې په وېش کې د مبینه رشوت او نورو بې قاعدګیو پر ضد یې له تېرو دوو میاشتو راهیسې احتجاج روان دی.
د قام مشرانو ،د سپتمبر په لومړۍ، لوړپوړو چارواکو ته په استولي ګډ خط کې ویلي دي، چې د دوي له ځمکې راوتونکی ګاز د ملي شبکې له لارې میانوالۍ او د پاکستان نورو سیمو ته رسول کېږي، خو د سیمې غریب خلک لا هم له خپلو بنیادي حقونو او اسانتیاوو بې برخې دي.
مشرانو ویلي دي، چې ماړي انرژیز د مېسمون خېل قام لپاره د سولر پروژې ذمه واري سرحد کليوالي مرستو ادارې ته سپارلې وه، خو د دوي په دعوه، د سولر سیسټمونو د وېش پر وخت له یوشمېر غریبو خلکو څخه د هر سیسټم په بدل کې د لس زره روپیو غوښتنه شوې ده.
دوي دعوه کړې ده، چې له یوشمېر خلکو څخه دا پیسې اخیستل شوې او د سیمې مشران تیار دي چې د دې خبرې د ثبوت لپاره پر قران لاس کېږدي او ګواهي ورکړي. د قام د مشرانو په وینا، هغو کسانو چې د پیسو ورکولو نه یې انکار کړی، نومونه یې له لېسټونو ورک کړل شوي یا په بېلابېلو پلمو له پروژې بهر ساتل شوي دي.
دوي دعوه کوي چې د دې له امله د سیمې شاوخوا اویا فیصده خلک د سولر له پروژې بې برخې پاتې شوي دي. د مېسمون خېل مشرانو د شیوا تحصیل د روغتون په اړه هم د مالي بې قاعدګیو تورونه لګولي دي.
دوي وايي، چې ماړي انرژیز دغه روغتون د سرحد کليوالي مرستو ادارې له لارې چلوي او هر کال ورته د کروړونو روپیو خرڅ په کاغذونو کې ښودل کېږي، خو په روغتون کې د ناروغانو لپاره بنیادي اسانتیاوې هم په پوره اندازه نشته.
د قام مشرانو ویلي دي، چې دوي د سولر پروژې او روغتون د پیسو په اړه څو ځله د ماړي انرژیز له چارواکو سره شکایتونه کړي دي، خو د دوي په وینا، تر اوسه پرې کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی.
مشرانو تور لګولی دی چې د ماري انرژیز د چارواکو خاموشۍ او د شکایتونو نه اورېدو د ځايي خلکو اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي. د مېسمون خېل قام وايي، چې له انتظامیې سره یې هم څو ځله مذاکرات شوي او یوشمېر فیصلې شوې دي، خو د دوي په وینا، انتظامیه پر خپلو شوو فیصلو عمل نه کوي.
قام له ضلعي انتظامیې او نورو اعلا چارواکو غوښتنه کړې ده چې د سولر پروژې په وېش کې د مبینه رشوت او د شیوا تحصیل روغتون د پیسو د خرڅ په اړه بې طرفه پلټنې وکړي او حق لرونکو خلکو ته خپل حق ورکړي.
د مېسمون خېل مشرانو خبرداری ورکړی دی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، خپل احتجاج به نور هم پراخ کړي.
شال نیوز د مېسمون خېل قام له خوا د رشوت، مالي بې قاعدګیو او د پروژې له لېسټونو د خلکو د نومونو د ایستلو دعوې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې. د ماړي انرژیز او سرحد کليوالي مرستو ادارې دریځ هم تر اوسه نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز