هرات : د افغانستان په هرات ولایت کې د موټرسایکلونو جوړولو یوې فابریکې د پنځه میلیونه ډالرو په پانګونه د برقي موټرسایکلونو جوړول او اسمبلنګ پېل کړي دي.
د فولاد سکلیت فابریکې مشر نقیب الله حقمل ،د سپتمبر په لومړۍ، ویلي دي، چې دې فابریکې تر دې وړاندې د عادي موټرسایکلونو د جوړولو او اسمبلنګ په برخه کې کار کاوه، خو اوس یې د نوې ټکنالوژۍ په کارولو د برقي موټرسایکلونو تولید هم پېل کړی دی.
حقمل وايي، چې د برقي موټرسایکلونو د جوړولو پرېکړه د بازار اوسنیو اړتیاوو ته د ځواب ویلو او د نوې ټکنالوژۍ د کارولو د پراخولو لپاره شوې ده.
د هغه په وینا، دا مهال په دغه صنعتي مرکز کې د موټرسایکلونو د جوړولو او اسمبلنګ په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۴۰۰ کسان کار کوي او د فعالیتونو له پراخېدو سره به د کارکوونکو شمېر هم زیات شي.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې چارواکي وايي، چې د دغه ولایت صنعتکاران هڅه کوي چې د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سیمه ییز تولید زیات او بازار ته معیاري توکي وړاندې کړي.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مشر مولوي بشیر محمد سیرت ویلي دي، چې د برقي وسایطو استعمال د تېلو مصرف او د تګ راتګ لګښتونه کمولی شي او د هوا د ککړتیا په راکمولو کې هم مرسته کولی شي.
د هرات د صنعتونو او کانونو خونې مشر ناصر امین ویلي دي، چې دا مهال په دغه ولایت کې د موټرسایکلونو د جوړولو او اسمبلنګ شاوخوا ۴۰ فابریکې فعالیت کوي، چې له دې ډلې دوه فابریکې د برقي موټرسایکلونو په جوړولو او اسمبلنګ بوختې دي.
امین د برقي موټرسایکلونو تولید د موټرسایکل جوړولو په صنعت کې مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې د دې برخې پراختیا د نوې ټکنالوژۍ د کارولو او پر تېلو د تکیې د کمولو لپاره نوې لارې پرانیستلی شي.
د هرات یوشمېر اوسېدونکي هم وايي، د تېلو د بیو د لوړېدو له امله د برقي موټرسایکلونو استعمال د هغوی د ورځني تګ راتګ لګښتونه کمولی شي.


شال نیوز