برلین : د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د طالبانو هغه درې کسیز پلاوی چې جرمني ته د لنډ وخت لپاره ورغلی دی، د افغان سفارتي ادارو په تخنیکي چارو کې د مرستې لپاره دی او غړي یې په جرمني کې د رسمي ډیپلوماټانو حیثیت نه لري.

 

د وزارت ویاند ،د اګست پر ۳۱مه، په برلین کې یوې حکومتي خبري غونډې ته وویل، چې د پلاوي د سفر هدف دا دی چې په جرمني کې افغان سفارتي ادارې وکولی شي قونسلي خدمتونه په ښه ډول ترسره کړي. د ده په وینا، په تخنیکي چارو کې د پاسپورټونو لپاره د سټېکرونو چاپ او د اړوندو وسایلو فعالول هم شامل دي.

 

ویاند وویل، چې د پلاوي غړي له لنډې مودې وروسته بېرته له جرمني وځي او له جرمني حکومتي چارواکو سره یې کومه سیاسي کتنه نه ده شوې او نه ورته کومه داسې کتنه ټاکل شوې ده.

 

د جرمني خارجه وزارت په وینا، دغو کسانو ته د جرمني تر خاورې محدودې لنډمهاله ویزې ورکړل شوې او تر داخلېدو وړاندې یې امنیتي ارزونه هم شوې ده. وزارت ټینګار کړی دی چې دغه کسان په جرمني کې منل شوي افغان ډیپلوماټان نه دي.

 

جرمني وايي، چې د دې تخنیکي اسانتیاوو یوه موخه افغانستان ته د هغو افغانانو د ستنولو بهیر چټکول دي چې په جرمني کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري. حکومت تر دې وړاندې هم ویلي وو چې غواړي افغانستان ته د ستنول کېدونکو کسانو شمېر زیات کړي.

 

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۴۵۰ زره افغان وګړي په جرمني کې ژوند کوي. جرمني د طالبانو حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني او په کابل کې یې سفارت د ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې تړلی دی.