کابل : د افغانستان په پلازمېنه کابل کې راپورونه وايي، چې د ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یوشمېر قصابان په دې تور نیول شوي دي چې د خرو او مړو څارویو غوښه یې پر خلکو د خوراکي غوښې په نوم خرڅوله.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغه کسان د امنیتي او څارونکو ادارو د پلټنو پر مهال نیول شوي دي. خو تر اوسه د نیول شویو کسانو کره شمېر، د هغو قصابیو ځایونه او دا چې څومره غوښه ترې ترلاسه شوې، نه دي اعلان شوي.

 

دا پېښه په داسې وخت کې راپور شوې ده چې په کابل کې د قصابیو، رستورانتونو او د خوراکي توکو د خرڅلاو د ځایونو څار زیات شوی دی.

 

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په یو تازه راپور کې ویلي دي چې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې یې د ۵۱ بېلابېلو کاروبارونو فعالیتونه څارلي دي. په دغو ځایونو کې رستورانتونه، پخلنځي، نانوايۍ، قصابۍ، د ودونو تالارونه او نور کاروبارونه شامل وو.

 

کابل ښاروالۍ ویلي دي چې قصابان، رستورانتونه او د ودونو تالارونه باید غوښه یوازې له قانوني او معیاري د څارویو د حلالولو ځایونو څخه واخلي. ښاروالۍ ویلي دي، چې د قصابیو مخې ته، په شخصي ځایونو او نورو غیرمجازو سیمو کې د څارویو حلالول منع دي او د غوښې د خرڅلاو بهیر به په دوامداره توګه څارل کېږي.

 

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په کاریزمیر، ریشخور، څلورلارې مکروریان او کمپنۍ سیمو کې د څارویو د حلالولو لپاره ځانګړي او معیاري ځایونه ټاکل شوي دي. چارواکي وايي، چې د دې کار هدف دا دی چې خلکو ته د ناروغو، مړو یا په غیرصحي شرایطو کې د حلال شویو څارویو غوښه ونه رسېږي.

 

تر دې وړاندې هم په کابل کې د خرابې او نامعلومې سرچینې غوښې د استعمال قضیې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت په جنورۍ ۲۰۲۵م کې د کابل په پنځمه ناحیه کې د ساسچو یوه فابریکه تړلې وه. وزارت ویلي وو چې هلته خرابې، بې‌ کیفیته او د نامعلومې سرچینې غوښې د ساسچو په جوړولو کې کارول کېدې.

 

روغتیايي ماهران وايي، چې د خرابو یا ناروغو څارویو د غوښې استعمال د انسان روغتیا ته خطر پېښولی شي او ځینې ناروغۍ انسانانو ته انتقالولی شي.

 

چارواکو په تېرو کلونو کې دا هم منلې ده چې د کابل د غوښې د بازار بشپړه څارنه ستونزمنه وه. د معیاري د حلالولو ځایونو کمښت او د څارونکو کارکوونکو محدود شمېر د غوښې د کیفیت د کنټرول چارې اغېزمنوي.

 

د خرو او مړو څارویو د غوښې د تازه راپور شوې قضیې په اړه لا دا نه ده روښانه چې غوښه په کومو بازارونو کې خرڅه شوې، دا کاروبار له کله راهیسې روان و او ایا د روغتیايي معایناتو لپاره د غوښې نمونې هم اخیستل شوې دي.