چمن کې د اوړو بیه ۱۵ سوه روپۍ لوړه شوې، چې له امله یې بېوزله او منځنۍ کچې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ شوې دي. ځايي اوړه پلورونکي وايي، د صوبو ترمنځ د اوړو پر لېږد محدودیتونه او په بازار کې د غنمو کمښت د اوړو پر رسد اغېز کړی دی. د دوی په وینا، په ګودامونو کې هم د اړتیا وړ غنم او اوړه نشته. ښاریان وايي، د اوړو د بیې له لوړېدو سره د ورځې دوه وخته ډوډۍ برابرول هم ورته ستونزمن شوي دي. دوی له حکومت او ضلعي ادارې غوښتنه کوي چې د اوړو کمښت ته دې سمدستي پام وکړي او د غنمو بې خنډه رسد دې یقیني کړي.


نعيم اچکزئي