د طالبانو پر ضد وسلهواله مخالفه ډله، د افغانستان متحده جبهه، چې د تېر جمهوري نظام د لوړپوړي پوځي چارواکي جنرال سمیع سادات په مشرۍ فعالیت کوي، ادعا کوي چې د روان میلادي کال د اګست په میاشت کي یې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کي د طالبانو پر ضد ۴۳ عملیات کړي دي.
دغې جبهې د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه د یوې نقشې په خپرولو سره ویلي، د اګست له لومړۍ نېټې تر ۳۱مې پورې په ترسره شویو عملیاتو کي یې ۷۴ طالبان وژلي او ۳۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د افغانستان متحده جبهې د ادعا له مخې، دغه عملیات په بدخشان، تخار، بغلان، بلخ، کونړ، ننګرهار، پروان، کابل، پکتیا، پکتیکا، کندهار، هلمند، غور، بادغیس او فاریاب ولایتونو کي شوي دي.
شال نیوز په خپلواکه توګه د دغې جبهې له خوا د اعلان شویو عملیاتو، د مرګژوبلې د شمېر او د پېښو د ځایونو پخلی نه شي کولای. د طالبانو حکومت هم تر اوسه د دغې ادعا په اړه عامه غبرګون نه دی ښودلی.
متحدې جبهې په خپل بیان کي ویلي چې د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو او د خلکو واکمنۍ تر بېرته راتګ پورې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د جنرال سمیع سادات په مشرۍ دې جبهې د اګست پر لومړۍ نېټه اعلان کړی و چې په کندهار کي یې هم د طالبانو پر ضد وسلهوال فعالیتونه پیل کړي دي.
جنرال سمیع سادات د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د افغان پوځ له لوړپوړو قوماندانانو څخه و. هغه په ۲۰۲۱ کال کي، د طالبانو له واکمنېدو مخکې، د افغانستان د پوځ د ځانګړو عملیاتو د قول اردو مشري هم کړې وه.


شال نیوز