ټل : د کرمې ضلعې ته څېرمه د هنګو د ټل په چپري وزیران سیمه کې د سرکاري بنسټیز روغتیايي مرکز، بي‌ اېچ‌ یو، د جوړولو پر سر د دوو خواوو ترمنځ په ډزو کې د جمعیت علمای اسلام پخواني تحصیل ناظم پیاو زار په ګډون درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

 

د هنګو ډي‌ پي‌ او طارق حبیب ،د سپتمبر په لومړۍ، ویلي دي، چې په چپري وزیران سیمه کې د بي‌ اېچ‌ یو د ودانۍ د جوړولو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ له څه مودې راهیسې شخړه روانه وه، چې وروسته یې بڼه وسله والې نښتې ته واوښته.

 

پولیس وايي، چې د ډزو پر مهال د یوې خوا دوه کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې د بلې خوا یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

 

تر پېښې وروسته د پولیسو درنه نفري سیمې ته رسېدلې او وضعیت یې تر کنټرول لاندې راوستی دی. پولیسو ویلي دي، چې د پېښې د علتونو، د شخړې د شالید او په ډزو کې د ښکېلو کسانو د پېژندنې لپاره پلټنې روانې دي.

 

تر اوسه د پېښې په تړاو د نیول شویو کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.