د دغې راډیو مسوول عبدالجلیل جوهر وايي، «آترنګ راډیو» به د ۸۷.۵ اېف‌ اېم څپو له لارې نه یوازې د غزني، بلکې د پکتیکا، میدان وردګ او لوګر ولایتونو اورېدونکو ته هم پروګرامونه وړاندې کړي.
 

د نوموړي په وینا، دا راډیو د ټولنې د عامه پوهاوي د لوړولو، د ځوانانو د استعدادونو د ودې او د سیمه ‌ییزو کلتوري ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده. هغه زیاته کړه چې د خپرونو په لړ کې به د تعلیم، روغتیا، ادب، دین، سپورټ او ټولنیزو موضوعاتو اړوند ځانګړي پروګرامونه شامل وي.
 

جوهر همداراز ټینګار وکړ چې «آترنګ راډیو» به د خلکو غږ انعکاس کړي، د هغوي ستونزې به واوري او د حل لپاره به یې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي. د هغه په خبره، دا مهال نشرات آزمایښتي بڼه لري، خو په راتلونکي کې به د خپرونو کیفیت او کمیت دواړه نور هم ښه شي.
 

د رسنیو کارپوهان باور لري چې د سیمه ‌ییزو راډیوګانو زیاتوالی کولی شي د معلوماتو لاسرسی پراخ کړي او په لرې پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.