سوات : سټوډنټس رایټس ارګنایزېشن د سوات تعلیمي بورډ له خوا د امتحانونو او نورو تعلیمي چارو د فیسونو پر وروستي زیاتوالي اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې ده چې زیات شوي فیسونه دې بېرته کم کړل شي.

 

د تنظیم مشرانو ،د اګست په ۳۱مه، په سوات پرېس کلب کې خبري غونډې ته ویلي دي، چې د فیسونو پرله‌ پسې زیاتوالی د زده‌ کوونکو او د هغوي د کورنیو لپاره مالي ستونزې پیدا کوي او په ځانګړي ډول د کم عاید لرونکو کورنیو د ماشومانو زده‌ کړې اغېزمنولی شي.

 

د تنظیم صدر ملک شاهد حسین، چییرمېن هماس خان، سېکرټري احمد خان او سینیر نائب صدر نورالله ویلي دي، چې د ډپلیکېټ ډي اېم سي فیس له زر روپیو څخه درې زره روپیو ته لوړ شوی او د انرولمنټ فیس هم درې زره روپیو ته رسول شوی دی.

 

دوي وايي، چې هر کال په بېلابېلو فیسونو کې زیاتوالی کېږي، خو د تعلیمي نظام او د بورډ د خدماتو اړوند ستونزې هغسې نه حل کېږي لکه زده‌ کوونکي یې تمه لري.

 

د زده‌ کوونکو مشرانو ویلي دي، چې د پاکستان د اساسي قانون د ۲۵ـامې مادې له مخې له پنځو تر ۱۶ کلونو عمر ماشومانو ته وړیا او لازمي زده‌ کړې برابرول د ریاست ذمه واري ده، خو ،د دوي په وینا، د تعلیمي لګښتونو زیاتوالی د دې هدف خلاف اغېز لري.

 

سټوډنټس رایټس ارګنایزېشن له سوات تعلیمي بورډه غوښتنه کړې ده چې د امتحانونو او نورو خدماتو د فیسونو وروستی زیاتوالی بېرته واخلي او زده‌ کوونکو ته مالي اسانتیا ورکړي.

 

تنظیم خبرداری ورکړی دی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، زده‌ کوونکي به د احتجاج لپاره سړکونو ته ووځي.