جمرود : د ټولو قبایلي ضلعو د پخواني خاصه دار ځواک کمېټۍ اعلان کړی دی چې د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو په غبرګون کې به ،د سپتمبر د لومړۍ، له سهاره په قبایلي ضلعو کې د پولیسو د ورځني ریکارډ او اېف ايي ار د ثبت چارې بندې کړي او د ضلعي پولیسو د مشرانو، ډي پي او، پر حکمونو به هم عمل نه کوي.
د خیبر ضلعې په جمرود کې د تاریخي باب خیبر مخې ته د پخواني خاصه دار ځواک احتجاج له تېرو ۱۶ ورځو راهیسې روان دی. د کمېټۍ مشر سید جلال وزیر ویلي دي، چې د ډي پي او او اېس پي انوېسټيګېشن پرته هغه نور اېسپیان، پولیس افسران او د موټرو څانګې چارواکي چې له قبایلي ضلعو بهر سیمو څخه دلته مقرر شوي، باید په خپله بېرته ولاړ شي.
کمېټۍ خبرداری ورکړی دی چې که کوم پولیس اهلکار د دوي له اعلان وروسته هم اېف ايي ار ثبتوي، ورځنی پولیس ریکارډ لیکي یا د ډي پي او پر حکمونو عمل کوي، نو کمېټه به یې پر ضد خپله پرېکړه وکړي. خو کمېټۍ ویلي دي، چې د پخواني خاصه دار ځواک او پولیسو اهلکار به له ایف سي او پوځ سره پر ګډو امنیتي پوستو خپلو دندو ته دوام ورکوي.
کمېټۍ دا هم ویلي دي، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، په بل پړاو کې به د کوهاټ ټنل په تړلو احتجاج وکړي. د دوي په وینا، که بیا هم ستونزې حل نه شي، د قبایلي ضلعو د شاوخوا ۲۸ زره اهلکارو سره به اسلام اباد ته مارچ وکړي او د کورنیو چارو وزارت مخې ته به احتجاج وکړي.
کمېټۍ ویلي دي، چې له وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر څخه به هم وغواړي چې د پخواني خاصهدار ځواک ستونزې حل او غوښتنې یې ومنل شي.
د کمېټۍ په مهمو غوښتنو کې د پخوانۍ فاټا خاصه دار ځواک په پولیسو کې بشپړ ادغام، د صوبايي پولیسو په شان اسانتیاوې او ودانۍ، ترقۍ، پنشن او د نورو ۲۲ غوښتنو عملي کول شامل دي.


ابراهیم شینواری