لغمان : د ټولګټو وزارت له لوري ،د اګست په ۳۱مه، د کابل ـ جلال اباد پر عمومي سړک د څه باندې ۱۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګارډرېلونو یا فلزي کټارو د نصب پروژه پېل شوې ده.
د لغمان د ټولګټو ریاست په وینا، دغه پروژه له استحکام پله تر درونټې پورې پلې کېږي او چارې به یې په پنځو میاشتو کې بشپړې شي.
د چارواکو په خبره، د پروژې موخه د ترافیکي پېښو مخنیوی، له سړک څخه د موټرو د اوښتو مخنیوی او د مسافرو د تګراتګ خوندیتوب دی.
د دې پروژې د عملي کېدو پر مهال به شاوخوا ۵۰ کسانو ته مستقیم او ۱۰۰ نورو ته غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شي.


شال نیوز