لاهور : د کوهاټ ۲۵ کلن کیڼ‌ لاسي چټک بالر ،اکیف جاوېد، ویلي دي، چې هدف یې دا دی چې خپل بالینګ لا ښه کړي او د پاکستان په ملي کرکټ لوبډله کې مستقل ځای پیدا کړي. اکیف جاوېد دا خبرې د پاکستان کرکټ بورډ د پوډکاسټ په ۸۹مه برخه کې کړې دي، چې د اګست پر ۳۱مه خپره شوې ده.

 

پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې اکیف په دې مرکه کې د ملي کرکټ اکاډمۍ د بالرانو د پرمختیا له کمپ څخه د زده کړو، د پاکستان لپاره د خپلې لومړۍ نړیوالې لوبې، د کرکټ د پېل او د پاکستان سوپر لیګ د تجربو په اړه خبرې کړې دي.

 

اکیف جاوېد په دې وروستیو کې په ملتان کې د نېشنل چیمپینز کپ لوبولی او د لاهور په ملي کرکټ اکاډمۍ کې د بالرانو د پرمختیا د کمپ د لومړۍ برخې ګډونوال هم و. د دغه پنځه ورځني کمپ پر مهال چټکو بالرانو د تخنیکي او تاکتیکي مهارتونو پر ښه کولو کار کړی دی.

 

نوموړي ویلي دي، چې د نړیوال کرکټ تجربې، له بېلابېلو روزونکو سره کار او په پاکستان سوپر لیګ کې د پنځو فصلونو لوبې د هغه د مسلکي پرمختګ مهمې برخې وې.

 

اکیف جاوېد د پاکستان لپاره تر اوسه درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې دي. هغه دا درې واړه لوبې د ۲۰۲۵م کال په مارچ کې د نیوزیلنډ پر ضد کړې وې او په هغو کې یې اووه ویکټې اخیستې وې.

 

هغه په پاکستان سوپر لیګ کې د پنځو فصلونو پر مهال د څلورو بېلابېلو لوبډلو استازیتوب کړی دی. په وروستي فصل کې د حیدراباد کینګزمین لوبډلې د چټک بالینګ برخه و او ۱۲ ویکټې یې اخیستې وې. اکیف جاوېد د ۲۰۲۶م کال اسیایي لوبو لپاره د پاکستان په لوبډله کې هم شامل دی.

 

د پاکستان کرکټ بورډ د رسمي معلوماتو له مخې، اکیف جاوېد د ۲۰۰۰م کال د اکتوبر پر لسمه په کوهاټ کې زېږېدلی دی. هغه تر اوسه ۳۱ د لومړۍ درجې، ۴۰ کورنۍ یو ورځنۍ او ۱۰۹ شل اوریزې لوبې کړې دي.

 

اکیف په پوډکاسټ کې د دې په اړه هم خبرې کړې دي چې څنګه یې د چرمي توپ کرکټ پېل کړ، د عمر له مخې لوبډلو ته څنګه ورسېد او د پاکستان سوپر لیګ په وروستي فصل کې یې د اسټرالیا له مشهور لوبغاړي ګلېن مکسویل سره له لوبېدو څه زده کړل.

 

د هغه په وینا، اوسنی تمرکز یې پر دې دی چې د خپل بالینګ رفتار، کنټرول او اغېزمنتیا نوره هم ښه کړي او په ملي لوبډله کې ځان ته مستقل ځای پیدا کړي.