پېښور : د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام ادارې د صوبې په یو شمېر لوړو غرنیو سیمو کې د ګلیشرونو د جهیلونو د ماتېدو او ناڅاپي سېلاب خبرداری ورکړی دی.

 

ادارې ویلي دي، چې د ګرمې هوا او د اګست له ۳۱مې شپې تر سپتمبر ۴مې پورې د ورښتونو له امله د ګلیشرونو د وېلې کېدو رفتار زیاتېدی شي او په جهیلونو کې د اوبو کچه لوړېدېی شي.

 

د ادارې په وینا، که د اوبو فشار زیات شي، د ګلیشرونو ځینې جهیلونه ماتېدی شي او ورسره په لاندې پرتو درو او کلیو کې د ناڅاپي سېلاب خطر پیدا کېدی شي.

 

د قدرتي افتونو د انتظام ادارې د بر او کوز چترال، بر دیر، سوات، بر او کوز کوهستان او مانسهرې ضلعي انتظامیو ته ویلي دي چې د خطر سیمې تر څار لاندې وساتي، خلکو ته پر وخت خبرداری ورکړي او د ممکنه بیړني حالت لپاره اړین انتظامات وکړي.

 

ځايي انتظامیو ته لارښوونه شوې ده چې د سیندونو، نالو او هغو لارو وضعیت وڅاري چې د ګلیشرونو اوبه ترې تېرېږي، او د اړتیا په صورت کې د خلکو د خوندي ځایونو ته د انتقال لپاره هم تیاری ولري.

 

په غرنیو سیمو کې اوسېدونکو خلکو ته ویل شوي دي چې د سیندونو، نالو او د ګلیشرونو د جهیلونو له شاوخوا سیمو ځان لرې وساتي او د هوا د خرابېدو پر مهال د ځايي انتظامیې لارښوونې په پام کې ونیسي.

 

سیلانیانو ته هم سپارښتنه شوې ده چې د خبرداري په موده کې حساسو غرنیو سیمو ته له غیر ضروري سفر، کېمپ او غر ختلو ډډه وکړي. دا خبرداری د اګست پر ۳۱مه خپور شوی او د سپتمبر تر ۴مې پورې د زیات احتیاط سپارښتنه شوې ده.