راولپنډۍ / انقره : د پاکستان پوځ د ترکیې د ۱۰۴مې بریا ورځې په مناسبت د «دو دل، ایک جان» په نوم په اردو او ترکي ژبو ګډه سندره خپره کړې ده.

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ای اېس پي ار، د اګست په ۳۰مه، ویلي دي چې په سندره کې پاکستانی هنرمندان په اردو او ترکي ژبو سندرې وايي او د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکې او دوستي پکې انځور شوې ده.

 

ترکي رسنیو هم د پاکستان له خوا د بریا ورځې د لمانځلو اړوند پیغامونه او فعالیتونه خپاره کړي دي. ترکیه هر کال د اګست په ۳۰مه د «بریا ورځ» لمانځي. دا ورځ په ۱۹۲۲م کال کې د ترکیې د خپلواکۍ د جګړې د یوې مهمې بریا په یاد لمانځل کېږي. سږ کال یې ۱۰۴مه کلیزه وه.

 

پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف او خارجه وزیر هم د اګست په ۳۰مه ترکیې ته د بریا ورځې مبارکي ورکړې وه.