مکین : د بر سویلي وزیرستان په مکین بازار کې د ناامنۍ، هدفي وژنو، چاودنو او پرله پسې کرفیو پر ضد دوکانونه تړل شوي او وروسته د سیمې د خلکو، سوداګرو او قامي مشرانو په ګډون لویه جرګه شوې ده.
د احتجاج ګډونوالو ویلي دي، چې په مکین او د بر سویلي وزیرستان په نورو سیمو کې د امنیت خراب وضعیت د خلکو ورځنی ژوند، کاروبار او تګ راتګ سخت اغېزمن کړی دی.
د سوداګرو د اتحادیې مشر ریاض مسید، ملک سعید انور، عالمزېب مسید، شاه فیصل غازي، شرپاو اېډوکېټ، ندیم عوام دوست او نورو ویناوالو جرګې ته وویل چې په سیمه کې د هدفي وژنو، چاودنو او نورو تاوتریخجنو پېښو له امله خلک له وېرې او بې باورۍ سره مخ دي.
ویناوالو وویل، چې د سویلي وزیرستان خلکو په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د جګړو او پوځي عملیاتو له امله خپل کورونه پرېښي، اوږده بې ځایه کېدنه یې تېره کړې او کاروبارونو او عادي ژوند ته یې لوی زیانونه رسېدلي دي.
دوي وویل، چې خلکو ته د امن د ټینګېدو له ډاډ وروسته خپلو سیمو ته د ستنېدو ویل شوي وو، خو ،د دوي په وینا، اوس هم ډېری اوسېدونکي ځانونه خوندي نه احساسوي.
د جرګې ویناوالو دعوه وکړه چې په سیمه کې د بېلابېلو وسله والو ډلو فعالیتونو او امنیتي پېښو د خلکو ژوند اغېزمن کړی او د بازارونو، کار روزګار او ټولنیزو چارو پر عادي بهیر یې منفي اغېز کړی دی.
هغوي وویل، چې د امنیتي پېښو پر مهال د کرفیو لګېدل، د بازارونو تړل او پر سړکونو محدودیتونه تر ټولو زیات عام خلک زیانمنوي او مزدوران، سوداګر، ناروغان او زده کوونکي له ستونزو سره مخ کوي.
احتجاج کوونکو له حکومت او اړوندو ادارو وغوښتل چې په مکین او د بر سویلي وزیرستان په نورو سیمو کې د تلپاتې امن لپاره روښانه او اغېزمنه تګلاره خپله کړي، د خلکو د سر او مال ساتنه یقیني کړي او د ناامنۍ د پېښو مخه ونیسي.
ویناوالو وویل، چې د خلکو او حکومتي ادارو ترمنځ د باور د بېرته راګرځولو لپاره ضروري ده چې امنیتي اقدامات د سیمې د خلکو د ورځني ژوند او ستونزو په پام کې نیولو سره وشي.
دوی ټینګار وکړ چې د سیمې خلک له پاکستان سره خپله اړیکه او تړاو مهم بولي، خو په بدل کې له ریاستي ادارو څخه د امن، عزت او خوندیتوب غوښتنه کوي. د ځايي خلکو په وینا، د احتجاج تنظیموونکو اعلان کړی دی چې په مکین بازار کې به سبا ،د سپتمبر په لومړۍ هم احتجاج ته دوام ورکړي.


ظفر وزير