نوشکي : د بلوچستان د نوشکي ضلعې په احمد وال سیمه کې پولیس وايي، چې د یوې نهه کلنې نجلۍ د احتمالي جنسي تېري او وژنې په قضیه کې نومول شوي درې واړه کسان یې ،د اګست په ۳۱مه، نیولي دي. د پولیسو په وینا، عصمت الله د نور محمد زوې، زبیر د محمد بلال زوې او کامران د حبیب الله زوې د احمد وال پولیسو د یو لړ عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
پولیس وايي، عصمت الله او زبیر د احمد وال اوسېدونکي دي او کامران د پټو کلي اوسېدونکی دی. پولیس وايي، له درې واړو نیول شویو کسانو څخه پوښتنې روانې دي او د پېښې په اړه پلټنې دوام لري.
نهه کلنه نجلۍ په احمد وال کې مړه موندل شوې وه. پولیس د دې دعوې په اړه پلټنې کوي چې پر نجلۍ له وژنې مخکې جنسي تېری شوی و. تر پېښې وروسته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو د پېښې نوټس اخیستی و او له اړوندو پولیس چارواکو یې راپور غوښتی و.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال بابر یوسفزي په وینا، د نوشکي له ایس پي او د رخشان ډویژن له ډي ایي جي څخه راپور غوښتل شوی او پولیسو ته د نومول شویو کسانو د نیولو امر شوی و.
تر دې وړاندې د نوشکي ایس پي سلیم شاهواني ویلي وو چې د قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او د نورو کسانو د نیولو لپاره چاپې روانې دي. اوس پولیس وايي، چې په قضیه کې نومول شوي درې واړه کسان نیول شوي دي.
ځايي سرچینو ویلي وو چې د نجلۍ کورنۍ د پوسټ مارټم لپاره د کوټې سول روغتون کې هم له ستونزو سره مخ شوې وه. د دغې برخې په اړه د روغتون چارواکو رسمي دریځ نه دی خپور شوی. پولیس وايي، د پېښې په اړه پلټنې دوام لري.


نعيم اچکزئي