کرک : د کرک ضلعې د بانډه داود شاه تحصیل په غول بانډه سیمه کې د پولیسو پر موبایل ګاډي د چاودېدونکي توکي په برید کې یو پولیس وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.

 

پولیس سرچینې وايي، چې پېښه ،د اګست په ۳۱مه، بهادرخېل ته نږدې هغه مهال شوې ده چې د پولیسو موبایل ګاډی د سر درګې پر لور روان و. د سرچینو په وینا، په لاره کې ایښودل شوي چاودېدونکي توکي د ګاډي د تېرېدو پر مهال وچاودېد او اووه پولیس پکې ژوبل شول.

 

ژوبل پولیس روغتون ته رسول شوي وو، خو د ګاډي ډرېور واجد وروسته د سختو ټپونو له امله ومړ. نوموړی د ګډي خېل اوسېدونکی و. په نورو ژوبلو پولیسو کې سید شاه، نورشلي، عمران، شمیم، ګوهر او یاسین شامل دي.

 

د پېښې له لومړنیو راپورونو سره سم، پولیسو له چاودنې وروسته سیمه کلابنده کړې او د برید په اړه یې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.