لکي مروت : د لکي مروت پولیس وايي، چې ،د اګست په ۳۱مه، د ضلعې په دوو بېلو سیمو کې د دوو کسانو مړي موندل شوي دي. د دواړو کسانو د پېژندنې او د مړینې د علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
د پولیسو په وینا، لومړی مړی د ډاډیواله تاڼې په حدودو کې د منګلې کلي ته نژدې د یو تر جوړېدو لاندې پل لاندې موندل شوی دی. پولیس وايي، مړ شوی کس شاوخوا ۲۴ تر ۲۵ کلونو عمر لري. د خبر له ترلاسه کېدو وروسته د ډاډیواله تاڼې پولیس سیمې ته ورسېدل او مړی یې د قانوني کارروایۍ لپاره انتقال کړ.
د پولیسو په خبره، تر اوسه د ځوان هویت او د هغه د مړینې علت نه دی معلوم شوی او پلټنې روانې دي.
په بله پېښه کې، د لکي مروت سټي تاڼې په حدودو کې د کرم پل ته نژدې له ځنګله د یو نامعلوم کس مړی موندل شوی دی. پولیسي سرچینې وايي، چې مړی روغتون ته انتقال شوی، خو د کس هویت او د مړینې علت تر اوسه نه دی معلوم.
په لکي مروت کې په وروستیو میاشتو کې له پټیو، ځنګلونو او شاړو سیمو د مړو د موندلو ګڼې ورته پېښې ثبت شوې دي.
د مارچ پر اتمه پولیسو د وانډه حاجي ګل سیمې ته نژدې د دوو کسانو مړي موندلي وو. دواړه کسان، شادالله او محمد ادریس، په ډزو وژل شوي وو. بله ورځ د غزني خېل تاڼې په حدودو کې د تحسین الله په نوم د یو بل کس مړی هم موندل شوی و.
د مارچ پر ۱۹مه د لکي سټي تاڼې په حدودو کې د خدادخېلو د درګه په ځنګله کې د یو کس زوړ شوی مړی وموندل شو. پولیسو هغه مهال ویلي وو چې د مړي هویت نه و معلوم.
د اپرېل پر ۱۹مه د برګۍ تاڼې په حدودو کې د کوټکه کریم خان له پټیو د یو نامعلوم کس مړی وموندل شو چې پولیسو ویل په ډزو وژل شوی و. د اپرېل په پای کې د زندان د یو ساتونکي، صادق خان، مړی هم د احمدخېلو په سیمه کې وموندل شو. پولیسو ویلي وو چې هغه تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی و.
د جون پر ۱۲مه د خانزاده خېلو په سیمه کې د جمعیت علمای اسلام د یو ځايي مشر ګل زرین په ګډون د دوو کسانو مړي موندل شوي وو. د جون پر ۲۰مه بیا په عصمت اباد او خیسورواله کې د دریو کسانو په ډزو لګېدلي مړي وموندل شول.
د اګست په لومړۍ اوونۍ کې هم په شګۍ، ګلباز دهقان، ملنګ اډه او عصمت اباد سیمو کې د څو کسانو مړي موندل شوي وو. په دغو پېښو کې پولیسو ویلي وو چې یو شمېر کسان په ډزو وژل شوي وو.
د شال نیوز له خوا د تېرو نهو میاشتو د پولیسو او خپرو شویو راپورونو د راټولولو له مخې، په دغه موده کې په لکي مروت کې لږ تر لږه ۲۲ مړي په داسې حالاتو کې موندل شوي دي چې مړي له سړک غاړې، پټیو، ځنګلونو، شاړو سیمو یا نورو عامه ځایونو ترلاسه شوي وو. په دې شمېر کې هغه کسان هم شامل دي چې وروسته یې هویت معلوم شوی دی.
خو پولیسو تر اوسه نه دي ویلي چې دا ټولې پېښې له یو بل سره تړاو لري. د هرې پېښې پلټنې جلا روانې دي او تر اوسه داسې کوم رسمي ثبوت نه دی وړاندې شوی چې دا دې د یوې ګډې ډلې یا یوې منظمې وژنیزې لړۍ برخه وي.
د نن موندل شویو دواړو مړو په اړه پولیس وايي، د پېژندنې او د مړینې د علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.


غلام اکبر مروت