واڼا : د کوز سویلي وزیرستان په توې خولې تحصیل کې د امنیتي ځواکونو یوې کلا ته نږدې د کواډکاپټر په برید کې د درېیو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي ژوبل شوي دي.

 

ځايي سرچینو شال نیوز ته ویلي دي، چې پېښه ،د اګست د ۳۰مې، په شپه شوې، چې ناڅرګنده وسله والو پرله‌ پسې دوه کواډکاپټر ډرونونه کارولي او د امنیتي ځواکونو د کلا شاوخوا یې بمونه غورځولي دي.

 

د سرچینو په وینا، په ژوبلو کسانو کې ۳۷ کلن امیر جان، د هغه دوه زامن یعقوب او هارون او لور یې عایشه شامل دي. ټول ژوبل کسان د درملنې لپاره د واڼا مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

 

سرچینې وايي، چې یعقوب شاوخوا دوه تر درې کلن، هارون درې تر څلور کلن او عایشه پنځه تر شپږ کلنه ده. دغه کورنۍ د دوتاني قام ده او د توې خولې اوسېدونکې ده.

 

تر دې دمه امنیتي ځواکونو، پولیسو او ضلعي ادارې د پېښې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی. دا هم لا روښانه نه ده چې بمونه پر کوم هدف غورځول شوي وو او ولسي کسان څنګه ژوبل شول. د برید مسوولیت هم تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

 

په کوز او بر سویلي وزیرستان کې په وروستیو میاشتو کې د کواډکاپټر د بریدونو څو پېښې شوې دي چې په ځینو کې یې ماشومانو او نورو ولسي خلکو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

 

ځايي اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د کواډکاپټر بریدونو او ولسي مرګ‌ ژوبلې په اړه دې کره پلټنې وشي او د خلکو د خوندیتوب لپاره دې ګامونه واخیستل شي.