پېښور : د خیبر پښتونخوا د لایو سټاک فارمرز ویلفیئر اېسوسي اېشن وايي، چې د پېښور په ګډون د صوبې په بېلابېلو سیمو کې د څارويو د لمپي سکن او خولې ـ پښو ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي او کرونده ګر د واکسین او اړینو وترنري اسانتیاوو د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي.

 

اېسوسي اېشن ،د اګست په ۳۰مه، په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې د ناروغیو د خپرېدو له زیاتېدو سره د څارويو د درملنې او واکسین ترلاسه کول د ډېرو کرونده ګرو لپاره ستونزمن شوي دي.

 

دوي خبرداری ورکړی دی، چې که وضعیت په وخت کنټرول نه شي، د څارويو مرګ ژوبله او د شیدو او غوښې پیداوار کمېدی شي، چې اغېز به یې پر کرونده ګرو سربېره پر عامو اخیستونکو هم پرېوځي.

 

د اېسوسي اېشن یو پلاوي د صوبايي صدر محمد اصف خان اعوان په مشرۍ د پېښور د لایو سټاک له ډایرکټر ډاکټر افتخار عالم سره لیدلي او د ناروغیو د خپرېدو، د واکسین د کمي او د کرونده ګرو د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

 

په پلاوي کې د اېسوسي اېشن جواینټ سېکرټري نورالوهاب او سهیل خان هم شامل وو. د اېسوسي اېشن په وینا، ډاکټر افتخار عالم پلاوي ته ډاډ ورکړی دی چې د څارويو د ناروغیو د مخنیوي او د کرونده ګرو د ستونزو د هواري لپاره به اړین ګامونه پورته شي.

 

اېسوسي اېشن له د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر، چیف سېکرټري، د لایو سټاک له سېکرټري او د لایو سټاک له ځانګړي مرستیال څخه غوښتي دي چې په صوبه کې د واکسین کافي ذخیره برابره کړي، ګرځنده وترنري ډلې اغېزمنو سیمو ته واستوي او د ناروغیو پر ضد بېړنی واکسین کمپاین پېل کړي.

 

اېسوسي اېشن ویلي دي، چې که کرونده ګرو ته پر وخت واکسین او وترنري اسانتیاوې برابرې نه شي او د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي، د احتجاج حق به وکاروي.