د ښځو د شل اوریز کرکټ اسیا کپ په درېیمه لوبه کې هند نن، د اګست پر ۳۰مه، تایلنډ ته په ۹۴ منډو ماتې ورکړه. دا لوبه د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

 

پاکستان به په روانو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سپتمبر پر لومړۍ نېټه له تایلنډ سره وکړي، ورپسې به د سپتمبر پر پنځمه له هند سره مخ شي. د پاکستان او هند لوبه هم په دوبۍ کې ټاکل شوې ده.

 

فاطمه ثنا د پاکستان د ښځینه لوبډلې کپتاني کوي. د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، هغه به په اسیا کپ او ورپسې اسیايي لوبو دواړو کې د پاکستان مشري کوي.

 

د ښځو اسیا کپ د اګست پر ۲۸مه پېل شوی او پایلوبه به یې د سپتمبر پر ۱۳مه وشي. په روانو سیالیو کې اته لوبډلې برخه لري او ټولې لوبې په دوبۍ کې کېږي.