کابل : د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغان کرکټ پریمیر لیګ شل اوریزو سیالیو د دویم پړاو لپاره د لوبغاړو د نوم‌ لیکنې پورټل ،د اګست پر ۳۰مه، پرانیستل شوی.

 

کرکټ بورډ ویلي، افغان او بهرني لوبغاړي به د لیګ د رسمي وېبپاڼې له لارې ځانونه ثبتولی شي، او د لوبډلو لپاره د لوبغاړو انتخاب به د سپټمبر پر ۲۷مه ترسره شي.

 

ټاکل شوې ده چې د افغان کرکټ پریمیر لیګ دویم پړاو د ډسمبر پر ۲۷مه پېل شي. په سیالیو کې به پنځه لوبډلې برخه اخلي او د افغانستان د کرکټ بورډ د مخکېني اعلان له مخې به کابل، کندهار، بلخ، پکتیا او ننګرهار استازیتوب کوي.

 

تر اوسه د درېیو لوبډلو مالکان په رسمي ډول ټاکل شوي دي. دا لوبډلې اکسل یونایټډ کابل، بلخ ځوانان او بُل‌ فراګ کندهار واریرز دي. د پاتې دوو لوبډلو د مالکانو د ټاکلو بهیر روان دی.

 

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف ویلي، په لیګ کې به د افغانستان ترڅنګ نړیوال لوبغاړي هم برخه واخلي. د کرکټ بورډ اجراییه مشر نصیب خان وايي، د لیګ بیا پېل به افغان لوبغاړو ته د مسلکي کرکټ او مالي فرصتونو زمینه پراخه کړي.

 

کرکټ بورډ د لیګ د اتلولۍ جام هم وړاندې کړی چې «کوه ظفر» نوم ورکړل شوی دی.

 

د افغان کرکټ پریمیر لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸م کال کې په متحده عربي اماراتو کې شوی و. هغه مهال بلخ لیجنډز اتلولي ګټلې وه. له هغه وروسته دغه لیګ ونه شو، خو اوس د نږدې اتو کلونو له وقفې وروسته بیا پیلېږي.

 

کرکټ بورډ وايي، کله چې د ټولو پنځو لوبډلو مالکان وټاکل شي، د سیالیو بشپړ پروګرام او د لوبو ځایونه به هم اعلان کړي. د ۲۰۲۶م کال سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې پلان شوې دي.