پېښور : د پېښور پولیس وايي، چې په ګلبهار سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال څلور تښتول شوي کسان ژغورلي او د تښتونې په تور یې درې مشکوک کسان نیولي دي. د پولیسو ،د اګست ۲۷مې، د بیان له مخې، ژغورل شویو کسانو کې درې د نایجیریا وګړي او یو د خیبر ضلعې اوسېدونکی شامل دی.

 

پولیس وايي، دغه کسان د ګلبهار نمبر دوه په یو کور کې ساتل کېدل او د هغوي د خوشي کولو په بدل کې د ۲۵ زره امریکايي ډالرو تاوان غوښتنه کېده.

 

د پولیسو په وینا، مشکوکو کسانو تښتول شوي کسان له لاهوره د ډوډۍ د بلنې په پلمه پېښور ته راوستي وو او بیا یې د ګلبهار په یو کور کې بند کړي وو. پولیس دعوه کوي چې د تاوان د پیسو د نه ورکولو پر مهال پر تښتول شویو کسانو تشدد هم شوی و.

 

د پولیسو په عملیاتو کې درې مشکوک کسان، اصف محمود، عمر فاروق او عثمان غني نیول شوي دي. پولیسو ویلي دي، چې د نیول شویو کسانو له قبضې څخه یو کلاشنکوف ته ورته وسله، دوه تومانچې او یو شمېر کارتوس هم ترلاسه شوي دي.

 

د پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخې، پر نیول شویو کسانو دا شک هم شته چې د ایس په ګډون د نشي توکو په کاروبار کې لاس لري، خو د دې دعوې په اړه نورې پلټنې روانې دي. پولیسو د نیول شویو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې او وايي، چې د ډلې د نورو ممکنه ملګرو او د هغوي د نورو فعالیتونو په اړه تحقیقات دوام لري.