کابل : د افغانستان بانک وايي، چې په تېر یو کال کې یې د شاوخوا ۲.۵ میلیارد افغانیو زاړه او خراب نوټونه له بازاره راټول کړي او وروسته یې سوځولي دي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ،د اګست په ۳۰مه، ویلي دي، چې د زړو نوټونو راټولول د نغدو پیسو د مدیریت یوه برخه ده او د بازار د اړتیا له مخې یې پر ځای نوي نوټونه ګرځښت ته داخلېږي.
نوري ویلي دي، چې خلک کولی شي خپل زاړه او خراب نوټونه د افغانستان بانک یا تجارتي بانکونو ته یوسي او پر ځای یې د کار وړ نوټونه واخلي.
د افغانستان بانک وايي، چې راټول شوي زاړه نوټونه لومړی له ګرځښته ایستل کېږي او وروسته د ټاکل شوې کړنلارې له مخې سوځول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې خلک او صرافان په بازار کې د زړو نوټونو له زیاتوالي شکایت کوي. دوی وايي، ډېر زاړه یا شلېدلي نوټونه ځینې وخت نه منل کېږي او په ورځنیو راکړو ورکړو کي ستونزې جوړوي.
مرکزي بانک وايي، چې نوي نوټونه د بازار د اړتیا او پولي پالیسۍ له مخې ګرځښت ته داخلوي. بانک له خلکو غوښتي چې نوټونه په احتیاط وساتي، ځکه د وخت نه مخکې خرابېدل یې د بدلولو او چاپ لګښت زیاتوي.


شال نیوز