کابل : د افغان خبریال او رسنیز فعال بشیر هاتف ځوان زوې، عبدالله هاتف، چې نږدې دوه اونۍ وړاندې په کابل کې لادرکه شوی و، مړی یې د یکشنبې په ورځ، د اګست پر ۳۰مه، کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د کورنۍ نږدې سرچینو ویلي دي، چې عبدالله هاتف د زمري پر ۲۶مه د کابل د میوند جادې له سیمې لادرکه شوی و. له هغه وروسته یې د ټیلیفون شمېره بنده وه او کورنۍ یې د ځای په اړه معلومات نه لرل. سرچینې وايي، چې د یکشنبې په ورځ د عبدالله هاتف مړی کورنۍ ته وسپارل شو او هماغه ورځ یې د جنازې مراسم ترسره شول.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې عبدالله هاتف له لادرکۍ وروسته چرته و، د کومې ادارې یا کسانو په ولکه کې و او په کومو حالاتو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
افغانستان انټرنیشنل د هاتف کورنۍ ته د نږدې کسانو له قوله ویلي دي چې د عبدالله هاتف مړی طالبانو کورنۍ ته سپارلی دی. دغې رسنۍ د هغه د ګاونډیانو له قوله دا هم ویلي دي چې هغوي ته ویل شوي دي چې عبدالله هاتف «په خپل مرګ مړ شوی»، خو ګاونډیانو پر دې خبره شک څرګند کړی دی. د دې دعوه د تایید لپاره تر اوسه د عدلي طب یا طبي معاینې کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.
د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمي توګه نه دي ویلي چې عبدالله هاتف نیول شوی و که نه، د هغه د لادرکۍ په اړه کومې ادارې معلومات لرل او د مړینې علت یې څه دی.
د عبدالله هاتف د مرګ پېښه شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغې شوې چې پلار یې بشیر هاتف د بګرام له زندانه تر یو کال بند وروسته خوشی شوی و. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې بشیر هاتف د ۲۰۲۵م کال د جولایۍ پر ۲۳مه په کابل کې نیول شوی او د طالبانو د استخباراتو یوې پوځي محکمې د «حکومت پر ضد د تبلیغ» په تور په یو کال بند محکوم کړی و.
نوموړی د ۲۰۲۶م کال د جولایۍ پر ۲۳مه له بګرام زندانه خوشې او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی و. د خبریالانو د مرکز په وینا، بشیر هاتف د افغانستان له پخوانیو خبریالانو او رسنیزو فعالانو څخه دی او له یو شمېر کورنیو رسنیو او د خبریالانو له بنسټونو سره یې کار کړی دی.


شال نیوز