زابل : د افغانستان د زابل ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، چې د دغه ولایت د لویې لارې ساتنې کنډک امنیتي منسوبینو ،د اګست په ۳۰مه، د کشفي معلوماتو پر بنسټ، د یو چیک پاینټ د پلټنې پر مهال ۱۵۹ کیلوګرامه تاریاک نیولي دي.
د سرچینې په وینا، د نشي توکو د قاچاق په تړاو درې کسان هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
امنیه قوماندانۍ وایي، چې امنیتي ځواکونه د نشي توکو د قاچاق، پېر او پلور او کښت پر وړاندې جدي اقدامات کوي.


شال نیوز