کابل : له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې او د سولې او پراختیا د برابرۍ مؤسسې ترمنځ ،د اګست په ۳۰مه، د ۱۴ زره او ۹۳۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه.
د یادې ادارې په وینا، د تفاهم نامې له مخې به د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې ۱۲۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او روغتیایي مرستې ووېشل شي. هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي او یوه د روغتیایی توکو بسته ورکړل شي.
همدارنګه، د وروستیو سېلابونو له امله د رامنځته شویو رواني زیانونو د کمولو لپاره به زیانمنو کسانو ته د درې میاشتو لپاره د رواني درملنې روغتیايي خدمتونه هم برابر شي. د تفاهم نامې د لاسلیک پر مهال د پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت د مرستو رسولو او د هغوي اړتیاوو ته د رسېدنې پر اهمیت ټینګار وشو.


شال نیوز