مزارشریف : د طالبانو د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت ،د اګست په ۲۹مه، د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع په مشرۍ یو پلاوي د بلخ ولایت حیرتان بندر ته سفر کړی او هلته یې د سرحدي وضعیت او اداري چارو ارزونه کړې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، پلاوي د بلخ د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو له رییس، د حیرتان بندر د کمېسارۍ له استازو او د سرحدي سیمو له مسؤلینو سره جلا او ګډې ناستې کړې دي.
وزارت وايي، چې په ناستو کې د سرحدي سیمې د وضعیت، د ادارو ترمنځ د همغږۍ او د بندر د چارو د سمون په اړه خبرې شوې دي. مولوي عنایت الله شجاع د سیمه ییزو مسؤلینو معلومات اورېدلي او د سرحدي چارو په اداره کولو کې یې د اړوندو ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړی دی.
حیرتان بندر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو څخه دی.


شال نیوز